په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د تودو ولایتونو د دولتي او خصوصي بنسټونو د اکاډمیک مهالوېش د بیاکتنې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د سمستر پیل په اړه د هېواد تودو ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو لخوا د لیکلو طرحو د استولو او د زدکړیالانو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا روان کال د غویي د ۱۸مې نېټې په غونډه کې د هېواد په تودو ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو د اکاډمیک مهالوېش د بیاکتنې په هکله پر دوه غوراویو پرېکړه وشوه چې په لاندې ډول دي:
لومړی غوراوی:
د هېواد د تودو ولایتونو د لوړو زده کړو هغه دولتي او خصوصي بنسټونه چې روان کال د غویي په ۲۰مه یې د درسونو د پیلېدو غوښتنه کړې، که چېرې لاندې شرایط بشپړ کړي نو په یاده نېټه سمستر پیلولای شي:
• د لېسانس روزنیزې مقررې د ۱۳مې مادې مراعاتول او په حضوري توګه د ۱۶ درسي اوونیو بشپړول؛
• په حضوري توګه د درسونو مخته وړلو کې د ټولو کیفي معیارونو مراعاتول؛
• د اوړي په ورځو کې د ټولګیو مخته نه وړلو او په دغو پوهنتونونو کې د اسانتیاوو نشتوالي له مخې د تودو ولایتونو د هوا شرایطو په پام کې نیولو د زدکړیالانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول؛
• د کورونا ویروس درېیمې څپې د پراختیا مخنیوي کې د لازمو وقایوي تدابیرو مراعاتول؛
• د دغو ولایتونو د هوا متفاوتو شرایطو کې د اسانتیاوو نشتوالي په برخه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په شپېځایونو کې د شاملو او له شپېځایونو څخه بهر په شخصي خونو کې د زدکړیالانو د ستونزو په پام کې نیولو سره د اړینو اسانتیاوو برابرول؛
• د نورو اکاډمیکو او اداري مسوولیتونو په منلو سره د حضوري ټولګیو ترسره کولو په موخه د تحصیلي بنسټ د علمي شورا له لارې د سمسترونو د پیل او پای په تفکیک سره د هغه تحصیلي بنسټ د ۱۴۰۰ تحصیلي کال لپاره د څرګند اکاډمیک مهالوېش وړاندې کول؛
دویم غوراوی:
د لوړو زده کړو هغه دولتي او خصوصي بنسټونه چې په اړوند ولایت کې د هوا شرایطو له مخې د دغې طرحې د لومړي نمبر پرېکړې سره سم لازمې اسانتیاوې نه شي برابرولای، مکلف دي چې د لېسانس دورې روزنیزې مقررې ۱۳مې مادې پر بنسټ د مشرتابه شورا د روان کال د غویي ۱۱مې نېټې پرېکړې سره سم اکاډمیک مهالوېش پلی کړي.
یاداښت:
-1 د یادونې وړ ده چې د هېواد سړو ولایتونو د لوړو زده کړو ټول دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې د تحصیلي بنسټونو د حضوري درسونو د بشپړولو په برخه کې د روزنیزې مقررې دیارلسمې مادې په رڼا کې د اکاډمیک مهالوېش په هکله د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا د روان کال د غویي ۱۱مې نېټې پرېکړه او د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا د روان کال د غویي ۶مې نېټې پرېکړه پلې کړي. د اکاډمیک مهالوېش په ځانګړې توګه د مني په سمستر کې د پلي کولو د څرنګوالي جزئیات د بودجې او هوا محدودیتونو پر بنسټ په رسمي توګه استول کېږي.
-2 په هېواد کې د لوړو زده کړو په کچه د نظم او همغږۍ رامنځته کولو لپاره د لوړو زده کړو هېڅ بنسټ (خصوصي او دولتي) د لېسانس روزنیزې مقررې ۱۳مې مادې درېیم بند پر بنسټ اجازه نه لري چې په خپل سري توګه په ۱۴۰۰ تحصیلي کال کې د پورتنیو غوراویو څخه جلا اکاډمیک مهالوېش تنظیم کړي.
-3 د اکاډمیکو چارو د ارزونې ریاست د پورته پرېکړو پلي کول وڅاري او په دوامداره توګه خپل راپور د زدکړیالانو چارو معینیت شورا او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ته وړاندې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت