په پام کې ده چې په دولتي پوهنتونونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ ګډ پروګرام جوړ شي

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۴:۲۶
g

د لوړو زده کړو وزارت یو پروګرام پیلوي چې په پام کې ده پر بنسټ یې د هېواد دولتي پوهنتونونه په ګډه همکارۍ له خپلو مادي، تخنیکي او انساني اسانتیاوو څخه په ګټې په اړتیا وړ څانګو کې د ماسټرۍ ګډ پروګرامونه رامنځته کړي او غوښتونکو ته د لا زیاتو زده کړو لار هواره کړي.

په همدې موخه د علمي پروګرامونو، پلان او پالیسۍ او مالي او حسابي رییسانو او همدارنګه د اوو پوهنتونونو علمي مرستیالانو نن په یوه ناسته کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ ګډ پروګرام د هوکړه لیک پر مادو او په اکاډمیکو، مالي او تخنیکي اړخونو کې یې د تطبیق لپاره پر لا ښو حل لارو باندې په غور سره کار وکړ او په پای یې هغه نهایي کړ.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په دې ناسته کې وویل چې د لوړو زده کړو بنسټونو کې د ماسټرۍ ګډو پروګرامونو رامنځته کول نه یوازې په پوهنتونونو کې له شته ظرفیتونو څخه اغېزناکې ګټې اخیستنې ته لار هواروي، بلکې په حضوري توګه او له انلاین سیستم څخه په ګټې د تحصیلي بنسټونو تر منځ د همغږۍ او نږدېتوب لامل کېږي او له بلې خوا د ځوان نسل د تحصیلي وړتیا لوړولو لپاره د دوی اړتیاوې هم پوره کوي.

د یادونې وړ ده چې په تحصیلي بنسټونو کې د ماسټرۍ ګډو پروګرامونو رامنځته کولو ګام په داسې حال کې پورته کېږي چې اوسمهال په هېواد کې د ماسټرۍ دورې لپاره غوښتنه مخ په زیاتېدو ده او د هېواد زرګونه ځوانان په هېواد کې د اسانتیاوو نشتوالي له کبله اړ کېږي چې په ټیټ کیفیت خو په لوړ لګښت د ماسټرۍ په کچه زده کړو لپاره له هېواد څخه بهر په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

که څه هم ټول پوهنتونونه او د لوړو زده کړو بنسټونه د ماسټرۍ پروګرامونو د شرایطو نه بشپړولو له کبله تر اوسه په خپلواکه توګه د دغو پروګرامونو د رامنځته کولو توان نه درلود، خو ګډه همکاري او یو د بل له اسانتیاوو څخه ګټه اخیستنه د دغو ننګونو د له منځه وړلو لامل کېږي او په راتلونکي کې په دې برخه کې د پوهنتونونو وړتیا هم لوړوي.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت د یوه اوږدمهالي پروګرام پر بنسټ په پام کې لري چې هر کال ۱۰۰ استادان د دوکتورا په کچه زده کړو لپاره له هېواد څخه بهر واستوي. ترڅو په تحصیلي بنسټونو کې د اړتیا وړ ماسټرۍ پروګرامونو رامنځته کولو لپاره لا زیاته لار هواره شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS