په لوړو زده کړو وزارت کې د هېواد د پوهنتونونو د فارمسي او وترنري پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی دور کلسټر پیل شو.

۱۴۰۰کال، د کب ۱۵مه
په لوړو زده کړو وزارت کې د هېواد د پوهنتونونو د فارمسي او وترنري پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی دور کلسټر پیل شو.
د دغې کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «اسلامي اُمت له شته ستونزو سره سره په علمي ډګر کې ځلېدلی او له نورو ملتونو وروسته نه دی پاتې شوی.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې لا هم د نړۍ په لویو علمي مرکزونو کې اسلامي خطي نخسې شته، چې په علمي نوښتونو او اختراعاتو کې د اسلامي امت استازیتوب کوي.
همدارنګه دوکتور لطف الله خیرخواه، په لوړو زده کړو وزارت کې د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا کلسټرونو له پروسې او همدارنګه په هېواد کې د متخصصینو له شتون څخه خوښي څرګنده کړه.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق وویل، چې د تحصیلي نصاب له بیاکتنې څخه مو موخه د ټولنې اړتیاوو ته په کتو د تحصیلي نصاب جوړول دي او وروسته یې د یاد کلسټر د اجنډا او د کار د بڼې په اړه معلومات وړاندې کړل.