لوړو زده کړو وزیر د نیمروز له والي سره وکتل

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۱:۳۰
ب

نیمروز والي د لوړو زده کړو له وزیر سره د نیمروز لوړو زده کړو موسسې د وضعیت ښه والي په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ په برخه کې د وزارت رهبرۍ د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د دغو موسساتو د علمي او مدیریتي برخو د ظرفیت لوړول يې د تحصیلي بنسټونو پرمختګ وباله.

د لوړو زده کړو وزیر له یاد وزارت سره د والیانو همغږي او همکاري د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پرمختګ مهمه لاره وبلله او زیاته يې کړه چې د ټولو بنسټونو ترمنځ د معنالرونکو اړیکو ټینګښت ټاکل شوو موخو ته د رسیدو لنډه لاره ده.

د نیمروز والي زمریالي احدي د نیمروز لوړو زده کړو موسسې د فرصتونو او ننګونو په اړه رڼا واچوله او ويې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت له پروګرامونو د زړه له کومې ملاتړ کوي او د نیمروز لوړو زده کړو موسسې ستونزو ته رسیدنه خپل ملي او وظیفوي مسوولیت بولي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS