لوړو زده کړو وزیر د علومو اکاډمۍ له رئیس او غړیو سره وکتل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په خپل کاري دفتر کې د علومو اکاډمۍ له رييس او غړو سره وکتل.
د دې کتنې موخه د دوو علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو جوړول، د علومو اکاډمۍ د علمي رتبو او د علمي کادر د غړو د معادلت د مقررې پلي کول او د لوړو زده کړو وزارت او علومو اکاډمۍ ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک لاسلیکول وو.
په دې کتنه کې د علومو اکاډمۍ مشر سر محقق ډاکټر محمد ظاهر شکیب؛ د دواړو دولتي بنسټونو په مشترکاتو خبرې وکړې ويې ویل، پخوا دغو دواړو بنسټونو مشترک غړي درلودل چې د لوړو زده کړو د تدریس تر څنګ يې د علومو اکاډمۍ غړیتوب هم درلود. هغه وویل د علومو اکاډمي په پام کې لري له لوړو زده کړو وزارت سره د دغو اړیکو ټينګښت د یو تفاهم لیک له مخې دويم ځلي را ژوندی کړي او دا همکارۍ قانوني کړي.
ډاکټر عباس بصیر د هوکړه لیک د لاسلیک او له هغې ادارې سره د ګډو همکاریو د لرلو تر څنګ وویل؛ د لوړو زده کړو وزارت په بشپړه لېوالتیا په دې برخه کې پوره همکاري کوي.
د لوړو زده کړو وزیر زياته کړه: ((د لوړو زده کړو پراختیا زموږ د موخو اصلي برخه جوړوي او دغه وزارت د علومو اکاډمۍ له طرحو، علمي او اکاډمیکو همکاریو ملاتړ کوي.)) د دې کتنې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو تخنیکي مسئولان به د هوکړه لیک په متن ګډ کار وکړي.