له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د زدکړیالانو د چارو معینیت د همغږۍ غونډه جوړه شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۸:۲۹
g

د زدکړیالانو د چارو معینیت د همغږۍ غونډه د بدخشان او تخار ولایتونو د دولتې او خصوصي پوهنتونونو سره په جلا ډول له مجازی لارې ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده په داسې حال کې چې د دولتي زدکړیالانو رئیس پوهنوال محمد شریف امین، د خصوصي زدکړیالانو رئیس ډاکټر خیبرسیفي، د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې رئیس محمد ولي حنیف هم شتون درلود، د بدخشان او تخار ولایتونو په ۶ پوهنتونونو کې د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه راپور واورېد او د یادو بڼسټونو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د علمي تجربو د شریکولو له لارې زدکړیالانو لپاره اسانتیاوې برابرې او مطلوبې تحصیلي لارې هوارې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو مرستیال د دولتي او خصوصي بڼسټونو سره د همغږۍ غونډو ترسره کولو موخه په اوسني وضعیت کې د زدکړیالانو د خدمتونو د انسجام لپاره د ننګونو له منځه وړل او د فرصتونو او د وړ حل لارو چمتو کول وبلل او د تحصیلي وضعیت او د زدکړیالانو د خدمتونو وړاندې کولو پروسې د ښه والي لپاره یې د یادو ناستو پر دوام ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده د تخار او بدخشان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له ټولو مسولینو وغوښتل چې د زده کړې د سیستم او زدکړیالانو خدمتونو د انسجام په برخه کې خپل راپورونه، ننګونې او فرصتونه د لوړو زده کړو وزارت د دولتي او خصوصي زدکړیالانو چارو ریاستونو ته واستوي تر څو په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS