د کابل طبي علومو «ابو علی ابن سینا» پوهنتون د طبي تجهیزاتو د ترمیم یا (کمیونیټي کالج) شپږمې دورې آزموینه واخیستل شوه

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۵:۴۲
as

د کابل طبي علومو «ابو علی ابن سینا» پوهنتون د طبي تجهیزاتو د ترمیم یا (کمیونیټي کالج) شپږمې دورې آزموینه واخیستل شوه.
 د ازموینو ملي ادارې له لوري د دولسمو ټولګیو له ۹۴ تنو هغو فارغانو څخه، چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د طبي تجهیزاتو د ترمیم یا (کمیونیټي کالج) پروګرام لپاره یې نوم ليکنه کړې وه، ازموینه واخیسته.   
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمان رحماني د آزموینې له بهیر څخه د څارنې او لیدنې پر مهال ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله وکړه.
د یادولو وړ ده، چې د کابل طبي علومو پوهنتون کمیونیټي کالج پروګرام، چې  په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې رامنځته شوی، اساسي موخه یې د هېواد د صحي مرکزونو د طبي او الکترونیکي وسایلو د ترمیم او رغولو زده‌ کړه ده، د یادو زده کړو موده دوه نیم کاله ده او د شمولیت ازموینه یې په کال کې یو ځل د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د آزموینو ملي ادارې په همکارۍ اخیستل کېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS