د پوهنتونونو مالي خپلواکۍ کمېسیون دویمه ناسته تر سره شوه

د پوهنتونونو مالي خپلواکۍ کمېسیون دویمه ناسته په انلاین بڼه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو، د څلورو مرکزي پوهنتونونو رییسانو او استازو او د تحصیلي بنسټونو د مالي خپلواکۍ پوهانو ګډون پکې کړی وو.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د ولسمشرۍ د چارو له ادارې، مالیې او عدلیې وزارتونو سره د دغه معینیت د ناسته او راپور په اړه وویل چې د مالي خپلواکۍ د پروګرام د تدوین او پلي کولو په اړه مثبت او ګډ لیدلوری رامنځته شوی، چې لوړو زده کړو وزارت د ولسمشرۍ مقام په همکارۍ او ګډون سره هڅه کوي ترڅو دغه پروسه مدیریت او پلې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ په اړه د پرمختګونو او معلوماتو له وړاندې کولو وروسته، د ناستې د غړو وړاندیزونه او اندونه واورېدل او په ښې همغږۍ او همدارنګه په عملي پروګرام ټینګار وکړ چې د هغه په وینا چې وکولی شي په جوړښت او اکاډمیکه برخه کې یو مثبت بدلون راولي.
په دغه مجازي ناسته کې په اتو پوهنتونونو کې د مالي خپلواکۍ د کمېټو پر جوړولو، کاري ځواک، د کمېټو لپاره د کالني کاري پروګرام په ترتیب او د کمېټو د جوړښت په اړه د نظرونو راټولولو او کاري لوایحو په اړه خبرې وشوې.