د هېواد د پوهنتونونو د ساینس برخو (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا پینځه...

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۱۰:۳۹
d

یکشنبه، ۱۴۰۰ کب ۸ مه
د هېواد د پوهنتونونو د ساینس برخو (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا پینځه ورځنی کلسټر پيل شو.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخواه، د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي، د بشري سرچینو رئیس محمد ادریس اخندزاده، د تضمین کیفیت رئیس شاکر وحیدي، استادانو او د یو شمیر پوهنتونونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت  علمي معین لطف الله خیرخواه وویل: داچې د یوه هېواد پرمختګ د هغه هېواد له تحصیلي بنسټونو سره تړاو لري؛ نو باید داسې یو تحصیلي نصاب ولرو، چې پر بنسټ یې خپلو هېوادوالو او انسانیت ته خدمت وکړای شو.
نوموړی عصري زده کړده کړې له دیني زده کړو جلا نه بولي او زیاتوي، دا چې په نړۍ کې ډېر علوم شتون لري؛ خو انسان په یوه وخت نشي کولی چې د نړۍ ټول او یا زیات علوم زده کړي، نو په همدې اساس د علومو تقسیم بندي شوې، خو دا له یوه بل سره جلا نه دي.
ښاغلي خیرخوا دا هم وویل، که علم د الله ج د رضاء او هېوادوالو او بشریت ته د خدمت په موخه زده کړل شي، دا خپله عبادت دی.
د لوړږ زده کړو  معین د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې د کلسټر په ګډونوالو غږ وکړ، چې د نصاب په تجدید کې له پوره اخلاص، صداقت او دقت څخه کار واخلي او هېوادوالو ته داسې یو نصاب وړاندې کړي چې د اخروي ژوند لپاره یې جاریه صدقه شي او اوسنیو مسایلو ته ځواب ویونکی، په نړيوالو معیارونو برابر او د افغاني کلتور سره په ټکر کې نه اوسي.
بلخوا بیا د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي وویل، چې نن سبا افغان زده کړیالان په بهرنیو هېوادونو کې په تحصیلي برخو کې ځکه له ستونزو سره مخ کېږي، چې هغو هېوادونو ته د افغانستان اوسنی نصاب او میتود د منلو نه دی، خو موږ به د نصاب په تجدید کې دې ټولو خبرو ته پام وکړو.
یاده دې وي چې تېره اونۍ د هېواد د پوهنتونونو  معالجوي طب پوهنځی د نصاب د بیا کتني  کلسټر دویم پړوا ترسره شو.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS