د هېواد تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او معدن، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی دور کلسټر پیل شو.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۹:۴۱
rfjdfsch

د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالروف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د دغه کلسټر لپاره مو د هېواد دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو سربېره د اړوندو ادارو متخصصین هم رابللي، چې د ۵ ورځو په جریان کې به د یادو پوهنځیو پر تحصیلي نصاب تخصصي بحثونه وکړي. 

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا موخه د هېواد تحصیلي نصاب له نړیوالو او عصري معیارونو سره برابرول او د افغانۍ ټولنې اړتیاوو ته د ځواب ویونکي نصاب برابرول دي.  

وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د یاد کلسټر د کار بڼې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۵/۱۰هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۳هـ.ش ۲۰۲۲/۱۲/۴م 
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS