د هېواد اوو پوهنتونونو تر منځ اوه اړخیزه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۵:۴۰
G

د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ پروګرامونو تطبیق او پراختیا په موخه د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي په شتون کې د هېواد د اوو پوهنتونونو تر منځ اووه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

د هوکړه لیک د لاسلیکولو په ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د پښتو ژبې او ادبیاتو پیاوړتیا او پراختیا په موخه د هېواد د اوو پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هرکلی وکړ او ترڅنګ یې په هېواد کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره دا یو هیله بښونکی ګام وباله.

د کابل، شهید استاد رباني ښوونې او روزنې، ننګرهار، کندهار، هرات، د خوست شېخ زاید او بلخ پوهنتونونه د دغه هوکړه لیک پلي کوونکي دي.

دوکتور عباس بصیر وویل چې د یوه هېواد کلتوري بډاینه د ژبې او ادبیاتو سره تړاو لري او ژبه د یوه هېواد کلتوري بنسټ جوړوي. لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه:"داسې یو کار چې د یوې ملي ژبې په توګه له پښتو سره ښايي تر اوسه نه دی شوی او باید د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برنامو کې اړین او وړ کار په دې برخه کې ترسره شي، د دې برخې لیکوالان او استادان باید آثار د معتبرو منابعو په توګه رامنځته کړي او د هېواد د ژبې او کلتور د ظرفیت لوړولو سره مرسته وکړي."

د لوړو زده کړو وزیر د هېواد د پوهنتونونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیکول د نورو علمي څانګو لپاره یو ارزښتناک ګام وباله او ویې ویل چې باید علمي بنسټونو د یو بل له ظرفیتونو کار واخلي او د پوهې د پراختیا لپاره د هېواد له یوې ګوښې تر بلې ګوښې خپل رول او رسالت ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د دغه پروګرام پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ وویل، هغه وخت رارسېدلی چې د محدودو منابعو څخه په ګډه د پوره ګټه اخیستلو هڅه وشي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل:" افغانستان د دري، فارسي او پښتو ژبې او ادب غوښتونکی دی او یو وخت به د نړۍ نورو هېوادونو دلته ژبه زده کوله خو له بده مرغه اوسمهال زموږ په هېواد کې ادب او کلتور کمزوری شوی." پوهنمل بالاکرزي له دغه ګام څخه د خوښیو د څرګندولو ترځنګ خپل ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې رښتینوالي او پلي کولو لپاره به یې د لوړو زده کړو وزارت هېڅ ډول مرسته ونه سپموي.

د پښتو ژبې او ادبیات ماسټرۍ په رامنځته کولو او پلي کولو بهیر اسانتیا، د پښتو ژبې پیاوړتیا او انساني، تخنیکي او معنوي زېرمو څخه معقول او موخه لرونکې ګټه اخیستنه د پښتو ژبې او ادبیاتو لېسانس او ماسټرۍ په کچه د څانګپوهانو کادرونو پوهنې او روزنې کار د دې هوکړه یو له اړینو موخو څخه دی.

د هېواد دولتي پوهنتونونه د مادي، تخنیکي او انساني اسانتیاوو څخه په ګټې د یوې ګډې هڅې له لارې د ماسټرۍ ګډ  پروګرامونه په بېلابېلو څانګو کې د اړتیا له مخې رامنځته کړي او غوښتونکو لپاره د زده کړې لا زیاته لار هواره کړي.

د ماسټرۍ ګډو پروګرامونو رامنځته کول د لوړو زده کړو په بنسټونو کې یوازې دا نه چې په پوهنتونونو کې د شته ځواکونو اغېزناکه ګټه اخیستنه ده بلکې د انلاین سیستم په کارولو سره د  تحصیلي بنسټونو ترمنځ حضوري همغږۍ او نږدیوالي لامل کېږي او له بلې خوا د ځوانانو د تحصیلي کچې پورته کولو لپاره د غوښتونکو ځواب ویلو لامل کېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS