د ننګرهار پوهنتون رئيس په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او اداري انسجام (TiKA) له رئیس سره وکتل

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۰:۵۳
h

په ياده لیدنه کې، دواړو خواوو د  ترکیې او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر رامنځته کېدو او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې .

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال  د ننګرهار پوهنتون یو شمېر وړاندیزونه، چې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ترکي ژبې د څانګې  رامنځته کول، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو لپاره د یو راډیو سټیشن او ویډیو سټوډیو جوړول، د کرنې پوهنځي د څېړنیزو فارمونو تجهیز او معیاري کېدل او د یادو چارو د ترسراوي لپاره د دواړو ادارو تر منځ د یوه هوکړه لیک لاسلیک کول پکې شامل  وو، له راغلي پلاوي سره شریک کړل.

د (TiKA) ادارې رئیس ښاغلي زحتو چال د پوهنتون مشرتابه ته په اړوندو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اداره به یې ډېر ژر د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو د رامنځته کېدو لپاره له ننګرهار پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS