د ننګرهار پوهنتون بشپړ اکاډميک اعتبار اخیستل د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۱۱:۳۱
g

د هېواد په کچه د لوړو زده کړو د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو پروسې په درېيم پړاو کې په لوړو نومرو د ننګرهار پوهنتون بريا او بشپړ اکاډميک اعتبار اخیستل د لیندۍ په ۲۹مه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ددې پوهنتون په انګړ کې ونمانځل شو.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو سربېره د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي، د ولایت مقام اداري او مالي مرستیال، د ولایتي ادارې رئیسانو، د یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، علماوو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او درسنیو استازو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د یادې سترې بریا او لاسته راوړنې مبارکي وویله او د تضمین کیفیت پروسې په درېو پړاوونو کې یې د ننګرهار پوهنتون په علمي مزل رڼا واچوله.

نوموړي د اکاډمیک اعتبار اخیستل د پوهنتون د ټولو منسوبینو، له رهبرۍ او استادانو نیولې د اداري او خدماتي کارکوونکو پورې د ټولو ښاغلو او آغلو د هلو ځلو او زحمتونو پایله وګڼله، چې ننګرهار پوهنتون په لوړو (۸۹.۵) نمرو بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ او زیاته یې کړه، چې د یاد سند نه په ګټې اخیستنې په پوهنتون کې نوي پوهنځي، دیپارتمنتونه، د فوق لیسانس نورې برنامې رامنځته کړي او یو شمېر پوهنځي به پوهنتونونو ته لوړ کړي.

د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د ننګرهار پوهنتون له مسئولينو څخه مننه وکړه، چې په هڅو يې د لوړو زده کړو تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو پروسې په درېيم پړاو کې لوړې نمرې ترلاسه کړې او د همدې بريا له امله يې ټولو ته مبارکي ورکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار پوهنتون تر ډېرو لوړو ژورو ګاللو وروسته ياد معيار ترلاسه کړی او د پوهنتون مسئولينو څخه يې وغوښتل، چې د دې بريا ساتلو ترڅنګ د سيمې او نړۍ په کچه د اعتبار تر لاسه کولو په موخه هڅې وکړي.

ده همدا راز ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره به د پوهنتون د ځمکو غصب څخه د خلاصون، انکشافي پروګرامونو تطبيق او نورو برخو ته په ټول توان سره پاملرنه وکړي.

د ننګرهار مالي او اداري مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د جمهور رئيس محمد اشرف غني، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی سيد اکرم هاشمي د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار پيغامونه ولوستل، چې په کې د مبارکۍ ترڅنګ دې پوهنتون سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شوی و.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرؤف شپون او نبي االله باز، د ولايتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال، دیني عالم مولوي عزیز الرحمن او د ننګرهار پوهنتون د فارغانو ټولنې مرستیال ډاکتر حسیب الله تره کی د غونډې نور ویناوال وو، چې ټولو د پوهنتون د یادې لاسته راوړنې ستاينه وکړه او په خپله برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي له خوا جوړ شوی د پوهنتون مستند نندارې ته وړاندې شو او په وروستۍ برخه کې د پوهنتون یو شمېر مسؤلین او استادان د ننګرهار والي او د پوهنتون ادارې له لوري د ښو کړنو له امله په درېمه درجه تقديرنامو، ستاینلیکونو او مډالونو وویاړل شول.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS