د مالیزیا هېواد د پوهنتون آنلاین تحصیلي بورس خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

په کوېټ کې د افغانستان  اسلامي جمهوریت سفارت د اسیا همکاریو ACD سکرتر جنرال دفتر په استناد، د مالیزیا آسیا پوهنتون په آنلاین توګه د ادارې او سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې د آنلاین تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. په دغو بورسونو کې یوازې د تدریس فیس شامل دی او نور لګښتونه د زدکړیال په غاړه دي.

د اړتیا وړ اسناد:

۱ـ د لېسانس دورې نوماند د نمرو سلنه باید له ۷۰ لوړه وي؛ (د تحصیلي سند اصل اړین دی.)

۲ـ د انګرېزي ژبې معتبر سند

مینوال کولای شي چې د ۲۰۲۱کال د اپرېل ۱۳مې، چې د ۱۴۰۰کال د وري له ۲۴مې سره سمون لري، نوملیکنه وکړي او د بورس د نېټې تر ختمېدو پورې د اړتیا وړ فورمونه د لوړو زده کړو وزارت منښت غرفې څخه تر لاسه او له ډکولو وروسته یې ورته وسپارئ.

د یاد بورس د غوښتنې فورم د خبرتیا له خپرېدو سره سم تر لاسه کولی شئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

دانلود

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا لمپونګ پوهنتون د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د اندونیزیا لمپونګ دولتي پوهنتون د 3017 UN26./K.S/2021/ شمېرې یادښت او /2021/4/16 نېټې، د افغانستان ځوانانو د هڅونې په موخه د ۱۴۰۰ کال لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د خپلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

د لېسانس په کچه د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د بورسونو خبرتیا

د ا.ا.ج بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د لېسانس په کچه د ۳۰ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري، د شرایطو وړ داوطلبانو لپاره د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د (لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) په برخه کې د عربستان تحصيلي بورسونو بیاځلي خبرتیا

سعودي عربستان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې هلکانو او نجونو ته د ۳۷۱ تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د اړتیا وړ اسناد:

 د لېسانس دورې د . . .