د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د اندونیزیا هېواد KNB تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

په کابل کې د اندونیزیا سفارت د ۲۰۲۱ تحصیلي کال لپاره مخ په ودې هېوادونو لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د دغه هېواد په ۲۳ پوهنتونونو کې د (KNB) پروګرام تحصیلي بورسونو خبر ورکوي.

دغه بورسونه لاندې معیارونه لري:

۱ـ د ماسټرۍ او دوکتورا دورې نوماند د نمرو سلنه باید له ۶۵ لوړه وي.

۲ـ د لېسانس دورې نوماند د نمرو سلنه باید له ۷۰ لوړه وي.

۳ـ د فورم اپلیکېشن له https://knb/kemdikbud.go.id  انټرنټي پاڼې تر لاسه او ډک کړئ.

۴ـ د داوطلب عمر باید لږ تر لږه ۳۵ کاله وي او عمر یې له پېژندپاڼې سره سمون ولري.

۵ـ د اندونیزیا سفارت سپارښت پاڼه ولري.

۶ـ د (Recommendation letter) اکاډمي دوې سپارښت پاڼې ولري.

۷ـ سوانح (Curriculum Vitae)؛

۸ـ د پاسپورټ کاپي (لومړی مخ)؛

۹ـ په انګرېزي ژبه د ښوونځي شهادتنامه (د لېسانس دورې لپاره باید د نمرو سلنه له ۷۰ پورته وي) 

۱۰ـ د ډيپلوم او ټرانسکرېپټ کاپي او نمرې باید په انګرېزي ژبه وي (د ماسټرۍ او دوکتورا دورې لپاره باید د نمرو سلنه له ۶۵ لوړه وي.)

۱۱- په انګرېزي ژبه د روغتیا پاڼه؛

۱۲ـ په انګرېزي ژبه پوره برلاسی ولري (د TOEFL یا  IELTS او یا هم د دې معادل سند ولري)؛

داوطلبان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۱، فبروري له ۱۰مې د همدې کال د مې تر ۴مې له      https://knbscholarship.kemdikbud.go.id    انټرنټي پاڼې تر لاسه او د اړتیا وړ اسناد دKabul.kabri@go.id   برېښنالیک له لارې د اندونیزیا سفارت ته واستوي.

هغه داوطلبان چې سفارت یې د شرایطو وړ وبولي، سپارښت پاڼه ورکوي. سفارت د مرکې د پایلې پر بنسټ د توصیې پاڼې د ورکولو او نه ورکولو پوره صلاحیت لري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د سفارت ارتباطي اغلې نګین آیین ده. د اړیکه شمېره یې: ۰۷۲۹۶۲۹۹۶۸

د یاد هېواد مسوولین وایي، نوماندان مخکې له دې چې د نوملیکنې لپاره لوړو زده کړو وزارت ته لاړ شي، باید له خپلو اسنادو سره یو ځای په کابل کې د اندونیزیا سفارت ته ولاړ شي او له سفارت څخه د سپارښت پاڼې تر اخیستلو وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته ورشي.

دانلود

 

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا لمپونګ پوهنتون د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د اندونیزیا لمپونګ دولتي پوهنتون د 3017 UN26./K.S/2021/ شمېرې یادښت او /2021/4/16 نېټې، د افغانستان ځوانانو د هڅونې په موخه د ۱۴۰۰ کال لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د خپلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

د لېسانس په کچه د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د بورسونو خبرتیا

د ا.ا.ج بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد البخاري پوهنتون د لېسانس په کچه د ۳۰ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري، د شرایطو وړ داوطلبانو لپاره د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د (لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) په برخه کې د عربستان تحصيلي بورسونو بیاځلي خبرتیا

سعودي عربستان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې هلکانو او نجونو ته د ۳۷۱ تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د اړتیا وړ اسناد:

 د لېسانس دورې د . . .