د لينوکس عامل سېسټم د مدیریت ښوونيز ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۰:۱۰
ل

د لینوکس (  Linux ) سیسټم د مدیریت زده کړه ییز ورکشاپ نن د لوړو زده کړو په وزارت کې د هېواد د۱۹ پوهنتونونو د معلوماتي ټکنالوژۍ کارمندانو ته دایر شو.

د دې ورکشاپ په پرانيسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال نور احمد دروېش د Tein cc دفتر له مرستې څخه چې د دې برنامې لپاره يې کړې وه مننه وکړه او د لینوکس د مدیریت سیستم د عامل موثریت او زده کړه ییز اهمیت په اړه چې د  لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بنسټونو د سرور د امنیت په ساتنه کې رول لري خبرې وکړې او د دې سیستم پر دوامداره استعمال يې ټینګار وکړ.

مالي او اداري معین وویل د دې پروګرام ګډونوال باید پخپلو پوهنتونو کې نورو ته د دې سیستم په زده کړه کې د ښوونکو رول ولوبوي څو د دې ورکشاپ زده کړې په پروسه کې شاملې شي او له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د استفادې فرهنګ چې دا مهال په تحصیلي بنسټونو کې د پرمختګ او کیفیت بنسټ جوړوي، ځای پر ځای شي.

نور احمد درویش زیاته کړه دا مهال د افغانستان د تحقیقي او تحصیلي شبکې سره ۱۴ پوهنتونونه وصل شوي دي او له دې شبکې څخه د غوره ګټه اخستنې طرح ترلاس لاندې ده، چې د  Tein ccدفتر په مرسته به تطبیق شي اود دې شبکې په نښلولو سره به د پوهنتونونو او د اړتیا وړ ټولو ادارو ترمنځ نه یوازې دا چې د یاد سیستم څخه په کار اخيستو اړیکې ځواکمنې شي، بلکې په یوه ښه عایداتي سرچینه هم بدلیدای شي.

هغه  وویل دا مهال ۲۹ پوهنتونونه د نوري فایبر له شبکې سره وصل دي او ۱۴ پوهنتونونه د معلوماتي ټکنالوژۍ له مرکزونو.ICT سره نښلول شوي او په وسایلو سمبال دي.

 مالي او اداري مرستيال وویل د دې  سیستم څخه په اغیزمنه ګټه اخيستنه د څانګو، پوهنځيو، په هیواد کې دننه د پوهنتونونو او د سیمې او نړۍ په کچه د پوهنتونونو تر منځ د نښلېدو امکان پيدا کیږي چې دا ټول مثبت بدلونونه دي او د مسلکي ظرفیت لوړونې لپاره ضروري دي، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مسوولانو د هڅو له امله دي.

 د ګوهر شاد پوهنتونو ريیس  ډاکټر جواد صالحي هم د علم په پراختیا کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د رول په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې غوره مدیریت، د علم د پراختیا، ټولنې او هیواد د پرمختګ لپاره مهم وبلل.

 د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ مشرې پوهنمل شکریه جمال هم د ټکنالوژۍ او له ټکنالوژۍ څخه په تحصیلي بنسټونو کې د اغیزمنې استفادې په اړه خبرې وکړې او په تحصیلي بنسټونو کې يې ددې برخې له مسوولانو څخه وغوښتل څو په دې برخه کې هڅې او په  دوامداره بڼه د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره هلې ځلې وکړي.

 د لینوکس عامل سیستم  د استاد محمد مصطفی نایر په وینا، دغه برنامه به پنځه ورځې دوام وکړي او په هغې کې به ۳۰ لکچر تدریس شي چې په عملي کارونو به مخته لاړ شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS