د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون د محصلانو ټولنې ستونزې او وړاندیزونه واورېدل

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۲
ل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د کابل پوهنتون محصلانو له ټولنې سره په داسې حال کې چې د محصلانو چارو معین سید فرهاد شهیدزاده هم حضور درلود، په یوه ناسته کې د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل او ښو زده کړو د چانسونو برابرولو ډاډ یې ورکړ.

په دغه ناسته کې د کابل پوهنتون محصلانو د اتحادیې رییس محمد مصطفی آرین او څو تنو محصلینو خپلې ستونزې وړاندې کړې او د لوړو زده کړو وزارت له عالي مقام څخه یې د دغو ستونزو د اواري غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د محصلینو د ستونزو له اورېدو وروسته، د محصلینو چارو د ښه‌والي له‌پاره د هغوی له هڅو مننه وکړه او پوښتنو ته یې په بشپړ ډول ځواب ووایه

ډاکټرعباس بصیر محصلانو ته وویل؛ چې د لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی، څو د افغانستان پوهنتونونه د علمي بدلونونو سرچینه واوسي او زده کړې له ښوونیز څخه څېړنیزو ته واوړي

هغه زیاته کړه چې په لېسانس دوره کې د مقالو لیکل او څېړنه د دغه پلان یوه برخه ده، چې په پلي کولو سره به یې وکولای شو د زده کړو، څېړنو، نوښتونو او مثبت بدلون پر لوري لاړ شو او دغه پلانونه به تحصیلي نظام یوه نوي مسیر ته برابر کړي.

د لوړو زده کړو وزیر همداراز وویل؛ چې پر کابل پوهنتون د لړم دولسمې ترهګریز برید ټپیانو ته، په جدي توګه رسېدنه کېږي. ډاکټرعباس بصیر له محصلینو سره ژمنه وکړه، چې د محصلانو د خدماتو، نظم راوستلو، اعاشې، لیلیې، کفیټریا او نورو اړتیاوو په اړه به جدي پاملرنه وشي.

دغه راز د محصلانو چارو معیین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده، د محصلینو ځینو پوښتنو ته د ځواب تر څنګ، هغوی ته د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د محصلینو ستونزو ته د رسېدنې له‌پاره، لوړو زده کړو وزارت ځانګړي اداري خدمات په پام کې لري

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معیین وویل؛ د محصلینو د ستونزو په خاطر، د محصلانو چارو معینیت شورا هم همکاره ده. همدارنګه محصلین کولای شي، چې د یادې شورا په ناستو کې ګډون وکړي او د تحصیلي چاپېریال په ښه والي او ستونزو په له منځه وړلو کې لوړو زده کړو وزارت سره مرسته وکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS