د لوړو زده کړو وزیر د لوګر ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې سره وکتل

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۴:۲۴
ل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د لوګر ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې رابعې ستانکزۍ سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په داسې حال کې چې د لوګر ولایت د تخنیکي او سکټوري خدمتونو رییس غرني ګل ځاځي او د لوګر لوړو زده کړو موسسې مالي او اداري مرستیال عبدالمنیر مهرور هم شتون درلود، دواړو اړخونو په لوګر کې د تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو او د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د یادې موسسې د پراختیایي کارونو د څارنې له امله د لوګر ولایت له مرستیالې څخه مننه وکړه او په دې اړه یې د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونو او د پراختیایي پروژو د پلي کولو په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د جوړښت او منځپانګې له پلوه یې د لوړو زده کړو بنسټونو پرمختګ د لوړو زده کړو وزارت له لومړیتوبونو څخه وباله.

دوکتور عباس بصیر وویل؛ د لوګر لوړو زده کړو موسسې کورنۍ جادې او خوړنځای خونې تدارکاتي کارونو پرمختګ کړی او عملي کار به یې هم ډېر ژر پیل شي. دغه راز د یادې موسسې د انټرنېټ قوي کول او کتابتون معیاري کول هم د دغه وزارت په پلان کې دي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS