د لوړو زده کړو وزیر د دغه وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو سره د اختر مبارکي وکړه

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۲:۴۸
ل

په اصولو او مقرراتو درېدل او له مراجعینو سره غوره چلند د ملکي خدمتونو د یوې ادارې د هر مامور اساسي مکلفیت دی او اړینه ده چې پام ورته وشي.

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د لوی اختر له رخصتۍ وروسته په لومړۍ کاري ورځ د وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ پر مهال څرګند کړ.

د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې چې د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو بدرګه کاوه، د دغه وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو او همدارنګه د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې په سمه توګه ترسره کړي

هغه همدارنګه په حاضرۍ درېدل، د ادارې په نظم او ډسپلین کې غور، له مراجعینو سره غوره چلند او د کاري چاپېریال پاکۍ او زرغونوالي د مسوولیت منونکو کارکوونکو نښه وبلله او هغوی یې ورته وهڅول.

د یادلو ده چې لوړو زده کړو وزیر د لوی اختر په ورځو کې هم د کادري روغتونونو ناروغانو پوښتنې ته ورغلی و، د اختر مبارکۍ تر څنګ یې د دغو روغتونونو موظفو ډاکټرانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنې وکړې.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS