د لوړو زده کړو وزیر د افغان زدکړیالانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۴:۵۵
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په یوه نوي اقدام کې له هغو استادانو او زدکړیالانو سره چې په بهر کې د زده کړو لپاره تللي، د انلاین سیسټم له لارې خبرې وکړې او د هغوی وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو بهرنیو اړیکو او د بورسونو تنظیم مشر پوهندوی دوکتور نور احمد اخوندزاده هم شتون درلود، یادو زدکړیالانو ته وویل:"تاسو له نویو زده کړو او نویو علمي او ټکنالوژیکي افکارو سره بلد شوي یاست، نو کله چې بېرته راستانه شئ نو افغانستان ته به مو زیاته ګټه ورسېږي."

همدارنګه په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر زدکړیالانو ته د ۱۴۰۰ کال مبارکي وویله او د لاسته راوړنو ډک کال هیله یې ورته وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر وویل؛ که څه هم د زدکړیالانو په اړه معلومات له بهرنیو چارو وزارت او په بهر کې د افغانستان له سیاسي څانګو تر لاسه کوم، خو دا هیله مې درلوده چې د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې یې مخامخ ستونزې واورم.

دوکتور عباس بصیر یاد زدکړیالان د افغاني ټولنې تر ټولو نېکمرغه کسان یاد کړل، ځکه چې په بهر کې د زده کړو فرصت ورته برابر شوی، څو د نړۍ له علمي، فکري ، کلتوري او ټکنالوژیکي ظرفیتونو سره بلد شي.

هغه زیاته کړه:"تاسو د نورو هېوادونو له تعلیمي او کلتوري نظام سره بلد شوي یاست او له یو بل سره ژوند کول مو له هغوی زده کړی، چې هغوی څه ډول د بېلابېلو ژبو او کلتورونو په لرلو سره سولییز ژوند کوي او همدارنګه ملي تړون او ټولنیزې ارامۍ ته رسېدلي دي."

د لوړو زده کړو وزیر زدکړیالانو ته سپارښتنه وکړه چې د کوربه هېوادونو قوانین او مقررات مراعات کړي او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د څېړنو پر بنسټ زده کړو او همدارنګه له معلوماتي ټکنالوژۍ د ښې ګټې اخیستنې پروګرامونه یې ورته څرګند کړل. دغه راز ویې ویل، چې د لوړو زده کړو نظام په بېلابېلو برخو کې د هغوی له علمي او تخنیکي وړاندیزونو ګټه واخلي.

افغان زدکړیالان چې ډېری یې د تحصیلي بنسټونو استادان دي، د لوړو زده کړو له وزیر سره یې مخامخ خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزیر دغه ګام یې ګټور یاد کړ.

زدکړیالانو د تنخواګانو، د اسنادو طی مراحل، له زده کړو وروسته په افغانستان کې د کار موندنې، د څېړنیزو سرچینو ساتنه یې، د تحصیلي اسنادو ډیجیټلي کولو او له لوړو زده کړو وزارت سره د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د زدکړیالانو ستونزې او وړاندیزونه په جزیاتو واورېدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د لوړو زده کړو وزارت به له هغوی څخه د ملي عناصرو په توګه ملاتړ وکړي.

د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم مشر وویل، چې اوسمهال نږدې ۱۷ زره افغان زدکړیالان د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS