د لوړو زده کړو وزیر د استانبول آیډین پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره ولیدل

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۲:۵
ل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د استانبول آیډین پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره ولیدل. د دې لیدنې په پیل کې د ترکیې هېواد د استانبول آیډین پوهنتون مشرتابه پلاوي د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد پوهنتون د بېلابېلو برخو، تحصیلي څانګو، تحصیلي  پروګرامونو، اکاډمیکو فعالیتونو، په یاد پوهنتون کې  د زدکړیالانو په څانګړې توګه افغان زدکړیالانو د شمېر او خدمتونو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د لوړو زده کړو وزیر  ډاکتر عباس بصیر په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د علمي او تحصیلي فعالیتونو په اړه وینا وکړه او د افغانستان له پوهنتونونو سره د آیډین استانبول پوهنتون د ګډو علمي، تحصیلي فعالیتونو او د اکاډمیکو تجربو کارولو غوښتنه وکړه. د آیډین استانبول پوهنتون رییس له افغانستان سره د علمي او اکاډمیکو همکاریو پراخولو ته  لېوالتیا وښوده او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS