د لوړو زده کړو وزارت پلاوي سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

۱۴۴۴/۱/۱۶
۱۴۰۱/۵/۲۳
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو پر څرنګوالي او د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې د مختلفو برخو پر ستونزو او لاسته راوړنو خبرې وکړې. دغه راز انجنیر سید اسماعیل روحاني په یاد ولایت کې د لوړو زده کړو پر پرمختګ او معیاري کولو ټينګار وکړ او په دغه برخه کې یې د یاد تحصیلي بنسټ مسؤلانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
وروسته د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس محترم مولوي استاد حبیب الله احمدي د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د دغه تحصیلي بنسټ ستونزې او لاسته راوړنې شریکې کړې او په یاد ولایت کې یې ځوانانو ته د غوره تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني او مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک هم د یاد پلاوي ملتیا کوله.