د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ تر سره شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین وویل، چې په اسلامي نظام کې کار کول او خدمت عبادت دی. نوموړي په کارونو کې پر اخلاص او روڼتیا د ټینګار تر څنګ، ټولو رئیس صاحبانو ته سپارښتنه وکړه، چې د دیني او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، خپلې چارې په ښه توګه تر سره کړي.
وروسته له اجنډا سره سم د تېرې انسجام ناستې پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د شورا غړو د اړوندو ریاستونو پر یو شمېر موضوعاتو بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۴/۴/۱۲هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۱۶هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۷
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر