د لوړو زده کړو وزارت علمي معين پخپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د تحصيلي او تعليمي چارو د همغږۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل او د علمي او اکاډمیکو همکاریو د پیاوړتیا پر څرنګوالي یې خبرې وکړې.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۴:۹
dfjkjdskfjsdkjfkjsd

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين  دوکتور لطف الله خیرخواه په داسې حال کې چې د دغه وزارت د تحصيلي نصاب او علمي پروګرامونو د پراختیا رئیسانو هم شتون درلود، د همکاریو پر لارو چارو او ګډو علمي او اکاډمیکو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل، د بېلابېلو ادارو ترمنځ د ګډو پروګرامونو د مخ ته وړلو په برخه کې همغږي او همکاري ډېرې اغېزمنه او د تمې وړ پايلې لري، چې په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر امارتي ادارو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معين وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت په بېلابېلو ادارو کې استعداد لرونکي کادرونه او تجربه لرونکي کسان لري، چې د هېواد د نورو امارتي ادارو لپاره ښه همکار کېدای شي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د تحصيلي او تعليمي چارو د همغږۍ ریاست سرپرست مولوي عبدالظاهر د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د همکارۍ له روحیې څخه د مننې ترڅنګ د خپلو اړتیاوو او علمي او اکاډمیکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له علمي معين څخه  وغوښتل چې د استادانو د ظرفیتونو لوړولو، د ښوونیزو نصابونو بیا کتنې، د پولیسو د اکاډمۍ د لیکچرونو په بډایه کولو، د روزونکو د ظرفیت لوړولو، تحصيلي بورسونو، د لیسانس او فوق لیسانس تحصیلي  پروګرامونو د زمينې برابرولو، د سیمینارونو او نورو علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين له لوري د همکاریو ډاډ ورکړل شو.
د دې ليدنې په پای کې د لوړو زده کړو علمي معين دکتور لطف الله خیرخواه د کورنیو چارو وزارت له یاد پلاوي څخه وغوښتل چې خپل اړتیاوې او د اړتیا وړ پروګرامونه دې د رسمي لارو څخه دوی په واک کې ورکړي، ترڅو د دې وزارت اړوندو ادارو سره د همکارۍ په موخه شريک شي. 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS