د لوړو زده کړو وزارت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصصاتو څخه ۳۷ تنه فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۴:۵۵
rfgtsdvfgdfh

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د فاضلانو په فراغتغونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو، د هېواد جیدو علماء کرامو، د تحصیلي بنسټونو استادانو او د یادې جامعې استادانو، فاضلانو او کارمندانو ګډون کړی و. 

په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د دغه وزارت فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په ا شارې سره وویل، چې اسلامي امارت دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی او د دې برخې لپاره یې ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپست وزیر وویل چې زموږ په محاکمو کې دې ډول متخصصینو ته ډېره اړتیا ده، نوموړي زیاته کړه چې محاکمو ته د تېر نظام ناسمې پرېکړې هم ورپاتې دي. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له فارغو شوو فاضلانو وغوښتل چې له خپل مسلک سره سمې دندې ترسره او خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي. 

وروسته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو سرپرست وزیر حاجي خلیل الرحمن حقاني فارغو شوو فاضلانو ته په خطاب کې وویل چې تاسو ته الله تعالی ستر مسؤلیت وسپاره او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خلکو د یووالي لپاره کار او مبارزه وکړي. 

همدرانګه په یاده فراغتغونډه کې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد وویل چې په مدارسو کې باید کیفیت ته لا زیات پام وشي. نوموړي فارغو شوو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې د خپل مسلک اړوند ډېره او هر اړخیزه مطالعه وکړي. 

وروسته د دیني جامعات او تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د دغه ریاست د موخو، زده کړو او د درسي مهالوېش په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه فاضلان د هېواد په قضیايي سیسټم کې عدالت او روڼتیا تأمینولی شي. 

همدراز د افتاء او قضاء امر مفتي احسان الله احسان، د افغانستان اسلامي بانګدارۍ رئیس مفتي عبدالسعید او د هېواد جید عالم شیخ نقیب الله فارغو شوو فاضیلانو ته د مبارکۍ تر څنګ، د موضوع اړوند خبرې وکړې. 

د یادولو وړ ده چې فراغتغونډه د دستاربندۍ د مراسمو او استادانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS