د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د کابل پوهنتون ماسټري او د باختر خصوصي پوهنتون د لېسانس پروګرامونو له سمستروارو ازموینو څارنه وکړه.

۱۴۴۴/۱/۱۶
۱۴۰۱/۵/۲۳
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او اروزنې ریاست د زده کړیالانو چارو د څارنې او ارزونې امر مفتي نذیر احمد احمدي په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي د کابل پوهنتون د کرنې او اقتصاد پوهنځیو او همدارنګه د باختر خصوصي پوهنتون د ژورنالېزم او اقتصاد پوهنځيو د سمستروارو ازموینو له جریان څخه لیدنه او څارنه وکړه.