د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته ترسره شوه

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته نن د محصلانو چارو معین پوهندوی سیدفرهاد شهید زاده په مشرۍ جوړه شوه.
دغه ناسته کې له اجنډا سره سم د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د نوي کال د درسونو پیل او په ۱۴۰۰ تحصیلي کال کې د کورونا ویروس تر ناورین وروسته د درسي چارو انسجام چمتووالي، د محصلانو د نومرو ټرانسکرېپټ نوي ډیزاین، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د المنای کمیټې په رامنځ ته کولو او یوشمېر نورو مواردو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
دغه ناسته کې د محصلانو په چارو کې د لوړو زده کړو وزارت سترسلاکار ډاکټر بري صدیقي، د دولتي پوهنتونونو د محصلانو چارو رییس پوهنوال دیپلوم انجنیر محمدشریف امین، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د محصلانو چارو رییس پوهنوال احمدضیا یوسفزي، د بورسونو او بهرنیو اړیکو رییس پوهندوی ډاکټر نور احمد آخندزاده او د محصلانو خدماتو د انسجام دفتر سرپرست عبدالمنیر مهرور ګډون درلود.