د لوړو زده کړو وزارت د رهبري ډلې او خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې تر منځ د ګډو ليدلوريو او ستونزو د رفع کولو له پاره غونډه وشوه

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۷:۵۸
g

د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د پياوړتيا او ودې له پاره د ډېرې همغږۍ او ګډو ليدلوريو د رامنځ ته کولو او خنډونو د له منځه وړلو له پاره، نن د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو او پوهنتونونو د ټولنو او لوړو زده کړو د مشرتابه تر منځ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير ځوانانو ته د تحصيل د اسانتیاوو د برابرولو له پاره د خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو د رول په اړه او همداراز د ځينو بنسټونو د کيفي ودې په برخه کې يې د شته خنډونو په اړه خبرې وکړې ويې ويل چې له يو بل سره بايد په ګډو همکاريو کار وشي څو د نوښتګرو خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د ملاتړ تر څنګ، د ځينو هغو بنسټونو په اړه چې ستونزې لري د کمزورو ټکو د پياوړي کولو له پاره يې همکاري وکړي.

د محصلينو چارو معين پوهندوی سيد فرهاد شهيد زاده او د مالي او اداري چارو معين نوراحمد دروېش هم د خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو د ښه والي له پاره د لوړو زده کړو وزارت د ښه نيت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او خپل نظرونه يې په خصوصي بنسټونو کې د شته ستونزو او همداراز د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي بنسټونو تر منځ د شته ستونزو په اړه څرګند کړل.

د پوهنتونونو د اتحاديو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو رييس دوکتور شفيع نعيمي او د خصوصي تحصيلي بنسټونو څو نورو رييسانو هم د کيفي ودې پر وړاندې د ستونزو او خنډونو او د خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې، د رفع کولو له پاره يې يو لړ وړانديزونه او په هېواد کې د لوړو زده کړو د پياوړتيا د پروګرامونو د پلي کولو له پاره وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو وزير عباس بصير د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د وضعيت د ښه والي او د راڅرګندو شوو ستونزو د رفع کولو، د ګډ مشورتي بورډ، د خصوصي تحصيلي بنسټونو د مشاوريت جوړولو، په اجراييوي رول سره د پاليسي د جوړولو ګډه کمېټه او ملاتړي او څارونکې ډلې له پاره د نوو پروګرامونو د پيل ډاډ ورکړ، څرګنده يې کړه چې د دې برخو کاري ميکانيزم او جوړښت به له يو بل سره په همکارۍ ترسره شي.

د لوړو زده کړو وزير د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين د خپلواکې اداره جوړول د دې وزارت د پروګرامونو يوه برخه وبلله او د خصوصي بنسټونو د ګډون له پاره يې دې هدف ته د رسېدو له پاره ډاډ ورکړ.

دوکتور عباس بصير وويل، په پام کې ده چې د خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو او لوړو زده کړو د وزارت تر منځ ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ شي او د لوړو زده کړو د پرمختګ او معياري کولو له پاره په دواړو خصوصي او دولتي سکتورونو کې وړ لارې وپلټل او ترسره شي.

په دې غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو او پوهنتونونو د اتحاديو غړو د لوړو زده کړو د وزير او رهبري ډلې د دې اقدام ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د ياد شوو پروګرامونو د پلي کولو له پاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS