د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ترجمې ریاست د غړي دوکتور احسان الله احسان په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د...

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۸:۲۹
بین المللی و مرکز تحقیق پوهنتون پولی تخنیک کابل دیدار کرد.

د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ترجمې ریاست د غړي دوکتور احسان الله احسان په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنې له مرکز او نړیوالې علمي مجلې څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو ځانګړي استازي یې ملتیا کوله، په پیل کې یې د یاد پوهنتنون له مشرتابه او استادانو سره تعرفي ناسته وکړه او وروسته یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې له دفتر څخه د دغې مجلې د اعتبار ورکونې او څېړنې په موخه لیدنه وکړه او د دغې مجلې له مدیر مسؤل، مرستیال او تحریر له غړو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې مسؤلانو د دغې مجلې د فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د دغې ژورنال پر غني کولو ټينګار وکړ.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS