د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي فاریاب ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب پوهنتون علمي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني، د مالي او اداري چارو رئیس عبدالباري خپلواک، د محصلانو چارو د انسجام امر انجنیر ویس الدین بریالي یې هم ملتیا کوله، د فاریاب پوهنتون مختلفې علمي او اداري چارې له نیږدې وکتې او ارزونه یې وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د یاد پوهنتون مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو سره په یوه ناسته کې د فاریاب پوهنتون د پرمختګ، د اسلامي او افغاني ارزوښتونو مراعاتولو او د لوړو زده کړو وزارت پالیسیو د عملي کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د فاریاب پوهنتون مشرتابه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په فاریاب پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت قوانینو او پالیسیو د عملي کولو ډاډ ورکړ.