د لوړو زده کړو وزارت او عامه محافظت د تصدۍ ریاست تر منځ، امنیتي همکاريو هوکړه لاسلیک شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۴:۲۳
g

د مرکز تحصيلي بنسټونو او لوړو زده کړو وزارت عالي مقام د غوره امنیت په پار د لوړو زده کړو وزارت او عامه محافظت د تصدۍ ریاست تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغې هوکړې پر بنسټ به تر دې وروسته د څلورو مرکزي دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت امنیتي چارې، د عامه محافظت د تصدۍ ریاست پر غاړه وي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د هوکړې پر مهال په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو د امنیت پر ارزښت او د هوکړې د موادو پر پلي کولو یې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د وطن بچیانو لپاره د روزنې ارام چاپېریال دی او اوسمهال تر پخوا زیات امنیتي اقداماتو ته اړتیا لري، چې له نېکه مرغه د ولسمشرۍ عالي مقام له سپارښتنې سره سم د هېواد تحصیلي بنسټونو مسوولیت د عامه محافظت د تصدۍ ریاست ته ورسپارل شوی دی.

مالي او اداري معین وویل، چې په لومړي ګام کې به د مرکز څلورو پوهنتونونو امنیتي چارې د عامه محافظت د تصدۍ ریاست ته وروسپارل شي او وروسته به نور پوهنتونونه هم په دغه پروسه کې شامل شي.

ښاغلي دروېش له ملي پولیسو څخه چې مخکې تر دې یې د تحصیلي بنسټونو د امنیت چارې سمبالولې، مننه وکړه او د تحصیلي بنسټونو د یوه ځانګړي امنیتي بېس پر جوړولو یې ټینګار وکړ ترڅو له دې لارې د یوې واحدې قوماندې او مدیریت تر چتر لاندې د هېواد د پوهنتونونو امنیتي چارې مدیریت شي.

همدارنګه د عامه محافظت د تصدۍ ریاست باصلاحیته استازي ژمنه وکړه چې دغه ریاست د مسلکي ځواکونو او غوره امنیتي سیسټم په درلودو سره به د لوړو زده کړو وزارت او مرکز دولتي تحصیلي بنسټونو د امنیت د ټینګښت په برخه کې په خپل ټول توان سره هڅه وکړي. دغه راز د استادانو، زدکړیالانو او کارکوونکو لپاره به ارامه تحصیلي فضا رامنځته کړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS