د لوړو زده کړو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۵:۴۸
g

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ ټولې خواوې به د لوړو زده کړو بنسټونو له لارې د زدکړیالانو لپاره په اکاډمیک ډول د بشري حقونو د زده کړې په برخه کې همکاري کوي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د لاسلیک په مراسمو کې وویل:"په یوه ټولنه کې چې د بشري ارزښتونو بنسټیز اصول رعایت نه شي، هغه ټولنه نه شي کولای چې د خپلو اتباعو ترمنځ عادلانه اړیکې رامنځته کړي."

د لوړو زده کړو وزیر وویل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې بڼسټ په هېواد کې د لوړو زده کړو نظام له لارې د بشري حقونو ارزښتونو ته وده او ترویج ورکول دي. هغه زیاته کړه چې د اصولو او بشري ارزښتونو وده او ترویج د ټولنې افکار کار کولو ته اړتیا لري ترڅو زدکړیالانو ته د تاوتریخوالي کلتور پرځای د زغم کلتور ورزده کړو.

ډاکټر عباس بصیر ټینګار وکړ چې د نورو پوهې او بصیرتونو ښوونې ترڅنګ، د تحصیلي نظام له لارې د بشري حقونو او ارزښتونو ترویج د لوړو زده کړو وزارت د مسولیتونو یوه برخه ده. هغه هیله څرګنده کړه چې د دې دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک به په هېواد کې د بشري حقونو ارزښتونو درک او پلي کولو لپاره یو ښه بستر شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن شهرزاد اکبر د دوه اړخیز هوکړه لیک له لاسلیک څخه د مننې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د بشري حقونو د مسئلو په ترویجولو او روښانه کولو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.

اغلې اکبر په هېواد کې د بشري حقونو د دفاع تاریخ ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان دولت په داسې حال کې چې د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنه مني، د هغوی په ترویج کې د مهمو دولتي بڼسټونو له آدرس څخه همکاري کوي او ژمن دی. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې وویل چې د همکاریو هوکړه لیکونو لاسلیکول به د بشري حقونو ارزښتونو برابرولو لپاره هڅې به لا ډېرې مانا لرونکې کړي او موخې ته د رسېدلو لاره به لنډه کړي.

په پای کې یاد هوکړه لیک د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې اغلې شهرزاد اکبر ترمنځ لاسلیک شو.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS