د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير د افغانستان کوچيانو له حقوقو څخه د دفاع له ټولنې سره ولیدل

Azizorayakhel.admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۳:۳۹
a

"لوړو زده کړو ته نه لاسرسی او محروميت يو ملي خنډ دی، خو په ځانګړي ډول د دروند کوچي قوم ځوانان د زده کړو په بهیر کې د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي".

دغه مطلب د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير دوکتور عباس بصیر د افغانستان کوچيانو له حقوقو څخه د دفاع له ټولنې سره بیان کړ.

په دې ليدنه کې د افغانستان د کوچيانو له حقوقو څخه د دفاع ټولنې مشر ډاکټر مصور ملاخېل وويل څومره چې دوکتور عباس بصير پېژني هغه يوه ډيپلوماتیکه څېره ده چې تل يې په نظام کې په يوې ملي روحيې سره کار کړی دی. نوموړي زياته کړه: "نن راغلي يو، هم مبارکي درته ووايو او هم مو له پروګرامونو د ملاتړ ژمنه درسره وکړو؛ دا هم وښيو چې د لوړو زده کړو وزير د افغانستان د ټولو قومونو وزير دی چې د ټولو افغانانو له پاره د ښوونې او روزنې د پراختیا په برخه کې کار کوي".

وروسته د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير دوکتور عباس بصير د افغانستان د کوچيانو د حقوقو د دفاع له ټولنې مننه کړه ويې ويل چې د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، د هېواد په علمي بنسټونو کې د سولي کلي ده او د ملي يووالي د بنسټ ډبره هم له همدې ځایه اېښودل کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت نوماند سرپرست وزير وویل څه چې وزارت پرې متمرکز دی هغه د ملي وحدت د روحيې پياوړتیا او د کثرت ګرايي او يو بل د منلو په بنسټ زده کړې دي". د هغو محصلينو له پاره چې د زېږېدو له سيمو څخه په قومي، سمتي او محلي ليدلوري سره پوهنتونونو ته راځي زموږ سپارښتنه دا ده چې د پوهنتونونو په علمي چاپېريال کې له څلور کلونو زده کړو وروسته په يوه ملي فکر سره کلي ته لاړ شي او د سولي، ملي يووالي او همدلۍ پيغام وړونکي شي".

دوکتور عباس بصير زیاته کړه چې په همدې منظور له يوه ولايت څخه بل ولايت او له يوه سمت څخه بل سمت ته د علمي سفرونو پروګرامونه د لوړو زده کړو وزارت په کاري فعاليتونو کې راځي چې محصلين د سيمو له فرهنګونو او دودونو سره د اشنايي تر څنګ محروميتونه هم په خپلو سترګو وويني او پوه شي، محروميت څه دی چې د ټول افغانستان لمن يې نيولې ده. په دې سره د ګډ کار احساس پيداکېږي او دا لامل کېږي چې په پوهنتونونو کې د تلپاتې همدلۍ احساس را ژوندی او بنسټيز شي.

ش

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير وويل چې که په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو د باور رايه واخلي نو د کوچي قوم د ځوانانو تحصيل به يې له لومړيتوبونو څخه وي. نوموړي همداراز زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت دروازه به تل د کوچي محصلينو پر مخ خلاصه وي او د دوی له پاره به دا موکه برابروي.

د افغانستان د کوچيانو له حقوقو څخه د دفاع ټولنې د لوړو زده کړو د نوماند او سرپرست وزير د دوکتور عباس بصير د پروګرامونو په اورېدو له نوموړي ملاتړ وکړ او د لونګۍ په ور په سر کولو سره يې له نوموړي مننه وکړه.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS