د لوړو زده کړو علمي معين: ارواښاد ګل حسن وليزی يو دينداره، متواضع او صادق انسان و

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۶:۳۲
g

د لوړو زده کړو وزارت پخواني مالي او اداري مرستیال او د خوست شیخ زاید پوهنتون پخواني رییس ډاکټر ګل حسن ولیزي جنازه نن له جرمني څخه کابل او تر هغه وروسته خوست ولایت واستول شوه.

د کابل هوايی ډګر ته د ارواښاد د جنازې رسېدو سره سم؛ په داسې حال کې چې د خوست شیخ زاید پوهنتون رییس، یوشمېر استادانو او د مرحوم خپلوانو هم حضور لاره، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د مرحوم روح ته دعا وکړه او ډاکټر ګل حسن ولیزی یې هغه شخصیت وباله چې د ژوند په اوږدو کې یې د هیواد لوړو زده کړو او د ځوانانو د زده کړو په برخه کې نه هېرېدونکې هڅې کړې وې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال وویل چې ارواښاد ګل حسن ولیزی نه یوازې یو علمي کادر و بلکې یو بادیانته، متواضع او صادقه انسان و او د نوموړي مړینه د لوړو زده کړو کورنۍ لپاره یوه ستره ضایعه ده.

د خوست پوهنتون رییس پوهنمل حسین ګل آریوبي هم د مرحوم د شخصیت په اړه خبرې وکړې او د خوست شیخ زاید پوهنتون لپاره یې د نوموړي هڅې او کارونه په نیکۍ یاد کړل.

پوهنوال ‌‌ډاکټر ګل حسن ولیزي د ۶۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. ټاکل شوې ارواښاد ولیزی خوست ولایت کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

انالله و انا الیه راجعون

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS