د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې وکړې.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۸:۱۴
sssssdgg

۱۴۴۴/۱/۲۲
۱۴۰۱/۵/۲۹ 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس او د کابل پوهنتون رئیس هم حضور درلود، د ایران سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ایران او فغانستان ګډې همکارۍ د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه وبللې. نوموړي د ایران او فغانستان تاریخي ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل: «افغانستان او ایران ګډ دیني او کلتوري ارزښتونه لري او دواړه هېوادونه له یو ډول بندیزونو سره مخ دي، چې له یوبل سره همکاري یې اړینه ده.» 
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د افغانستان او ایران تر منځ پر ګډو علمي او اکاډمیکو همکاریو د ټينګار تر څنګ، په علمي برخه کې د ایران تجربې د افغانستان لپاره مهمې وبللې او د ایران له سفیر څخه یې وغوښتل چې په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. 
همدارنګه د ایران سفیر بهادر امینیان وویل، چې ایران او افغانستان ځوان بشري ځواک او سرشاره طبعي سرچینې لري او افغانستان هم له بندیزونو سره سره د ایران په شان پر ځان بسیا کېدای شي. 
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت یوه تخنیکي ټيم ته بلنه ورکړه چې ایران ته ولاړ شي او د دغه هېواد د لوړو زده کړو سیسټم له نیږدې وګوري او له تجروبو یې ګټه واخلي. دغه راز د ایران سفیر افغان محصلینو او استادانو ته د بورسونو ورکو په برخه کې هم تیاری وښود.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS