د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپل کاري سفر پر دوام په ننګرهار پوهنتون کې د بامیان پوهنتون په ګډون د ختیځ زون څلورو دولتي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت لپاره د نویو استادانو په ډیمو (عملي تدریس کنفراسونو) کې ګډون وکړ.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۹:۲۴
dfgd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، چې د ختیځ زون ولایتونو ته یې سفر پیل کړی، پر دوام یې په ننګرهار پوهنتون کې د بامیان پوهنتون او د ختیځ زون څلورو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) پوهنتونونو اسلامي ثقافت لپاره د استادانو په ډیمو (عملي تدریس کنفرانسونو) کې ګډون وکړ.
 سرپرست وزیر د یادو پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د استادانو د ډيموګانو په پیل کې وویل ((ختیځ زون ته د سفر موخه یې د پوهنتونونو د تحصیلي بهیر له نږدې څخه لیدنه، ستونزو او مشکلاتو ته یې رسیدګي او د اسلامي ثقافت د نویو رامنځ ته شویو بستونو لپار د استادانو وروستي کنفرانسونو کې ګډون و)).
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدا راز وویل، چې د دغو استادانو جذب د یوې ټاکلې کمېټې لخوا د هر پوهنتون له اړوندو ډيپارټمنټونو سره په همکارۍ ترسره کېږي.
د یادونې ده، چې د دغو پوهنتونونو د اسلامي ثقافت بستونو لپاره له نوماندانو څخه تحریري، تقریري، مسلکي او د عربي ژبې ازموینې اخیستل شوې دي او په دغو بېلا بېلو ازموینو کې بریالیو نوماندانو خپلې ډیموګانې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر او ژوري هیت په حضور کې وړاندې کړې او د دوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS