د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اسټرالیا سیډني پوهنتون ماسټرۍ برنامې لپاره بریالی شوی افغان محصل د ستاینلیک په ورکولو سره وستایه.

افغان محصل زاهدالله روهي، چې د اسټرالیا سیډني پوهنتون ماسټرۍ برنامې په انلاین ازموینه کې د (۹۸.۷) نمبرو په ترلاسه کولو سره د (۲۰) هېوادونو په قطار کې په لومړۍ درجه بریالی شوی دی، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د نوموړي وړتیا وستایله او د ستاینلیک په ورکولو سره یې لا نورو لاسته راوړنو لپاره وهڅاوه.
د لوړ زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د زاهدالله روهي ستاینه په کابل طبي علومو پوهنتون کې د صدري قلبي او وعایي روغتون د زړه پرانیستو عملیاتو ( Hearth Open Surgery) لړۍ د پیل کولو په غونډه کې وکړه، چې نوموړی هم دغې غونډې ته دعوت شوی و.