د لوړو زده کړووزیر په ترکیه کې د افغانستان مدني او تحصیلي بهیرونو له غړو سره وکتل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر ترکیې ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې د افغانستان مدني او تحصیلي بهیرونو له غړو سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان مدني او تحصیلي بنسټونو د بهیرونو مشرتابه پلاوي د استانبول ښار، زیتون بور ناحیې ولسوال او د ولسوال مرستیال، زیات شمېر زدکړیالانو، مدني فعالانو او ترکیه مېشتو افغان هنرمندانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر د علمي او اکاډمیکو موضوعاتو، د لوړو زده کړو وزارت عمده فعالیتونو، ستونزو، فرصتونو او پروګرامونو په اړه وینا وکړه.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر په ترکیه کې د افغان زدکړیالانو ستونزې واورېدې او د ستونزو د هواري، تحصیلي او مالي اسانتیاوو او همدارنګه د علمي څېړنو لپاره د سرچینو د کمښت ستونزو په برخه کې د افغانستان او ترکیې پوهنتونونو پر دوامداره او پراخه همکاریو ټینګار وکړ.
ورپسې هغو بنسټونو او زدکړیالانو چې په ناسته کې یې ګډون کړی و، خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل چې تحصیلي بورسونه زیات او د لیاقت پر بنسټ شي. دغه راز په بېلابېلو برخو کې له زدکړیالانو سره د مرستې او همکاریو زیاتول لکه، د کارموندنې اسانتیاوې، د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د کلتوري مدرسې جوړول او په ترکیه کې د افغاني بنسټونو پېژندل او همدارنګه هغوی یې له افغان زدکړیالانو سره همکارۍ ته وهڅول.
د لوړو زده کړو وزیر ترکیې ته د خپل سفر یوه موخه په دغه هېواد د افغان زدکړیالانو د ستونزو هواری وباله او خپلو اسانتیاوو او سرچینو ته په کتو یې د هغوی د غوښتنو د منلو ژمنه وکړه.