د طبي همغږۍ ملي سمپوزيم افتتاح شو

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۳:۵۲
a

د هېواد د روغتيايي سیسټم او د طبي لوړو زده کړو په سیسټم کې د مثبت بدلون د رامنځته کولو او خنډونو د لمنځه وړلو په موخه، نن په کابل کې د اړوندو ارګانونو د همغږۍ سمپوزيم جوړ شو.

د ياد سمپوزيم د پيليزې په مراسمو کې د ولسمشرۍ دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش، په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وضعيت په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې يې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په مناسبت د وړ لارو په موندنه ټينګار وکړ.

د لوړو زده کړو د محصلانو چارو معين پوهندوی سید فرهاد شهید زاده وويل: «دغه سمپوزيم د هېواد د جمهور رييس په حکم جوړ شو او په دې سمپوزيم کې د لوړو زده کړو او روغتیا وزارتونو، طبي عالي شورا، د پوهنتونونو د طبي برخو استادانو او متخصصينو ګډون کړی و.

پوهندوی شهيد زاده څرګنده کړه چې د دې سمپوزيم ګډون کوونکو د هېواد د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په سېستم کې د روغتيايي خدمتونو او خنډونو په اړه بحث او تجربې تبادله کړې څو د روغتيايي خدمتونو د کيفيت او انساني ځواک د توليد په برخه کې په وړ حل لارو سره مثبت بدلونونه راولي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين زياته کړه چې په ياد شوي سمپوزيم کې د دې وزارت رول د درسي نصاب د بياکتنې، علمي څېړنو او په ټوله کې د طبي تحصيلاتو د وړاندې کولو د کيفيت د لوړوالي او پراختيا په برخه کې د کړنو او پروګرامونو وړاندې کول و او باور لري چې په دې سمپوزيم کې به د ځواکمن انساني ځواک په توليد او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د کيفيت په لوړوالي کې به د یاد شوو ارګانونو همغږي، مثبتې اغېزې ولري.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS