د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د اکادميک اعتبار ورکولو سند واخيست

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۵:۱۷
h

د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو او اکاډميک سند په اخيستو بريالی شو.

په هغې غونډه کې چې په دې اړه په ياد‌ پوهنتون کې جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير یاد پوهنتون ته د اعتبار سند د اخيستو مبارکي ورکړه او د پرمختګ په لور يې د تګ له پاره د دوی د بريا هيله وکړه.

ډاکټر عباس بصير وويل: «د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين پروګرام د لوړو زده کړو وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دی چې د هېواد د تحصيلي نظام د کيفيت د لوړولو په منظور پلی کېږي».

نوموړي همداراز د هېواد د لوړو زده کړو پر بنسټونو کې د علم د تولید او څېړنيزو پروګرامونو د پلي کېدو د ټينګار تر څنګ وويل چې نن ورځ په نړيواله کچه د لوړو زده کړو د بنسټونو د کيفيت لوړولو او په نړيواله درجه بندۍ کې يې د راوستو له پاره عمده شاخصونه، د علم د تولید کچه او په نړيواله کچه يې د علمي اثارو اغېږ ښندنه ده.

د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د هېواد د لوړو زده کړو له بنسټونو وغوښتل چې د کار د مارکېټ له اړتياوو سره سم د پياوړي بشري ځواک د زده کړې او د علمي توليداتو په برخه کې خپل رول څرګند کړي او خپل ځای په ټولنه، سيمه او نړۍ کې ثابت کړي.

د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رييسې پوهنوال ليلما شريفي يما د اعتبار ورکولو د درېيم پړاو سند اخيستل د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه، د دې پوهنتون رهبري ډله او د دې پوهنتون استادانو او کارکوونکو د همکارۍ پايله وه زياته يې کړه:

"دغه بريا د کار پيل دی او موږ هوډ لرو چې دغه پوهنتون به د ماسټرۍ پروګرامونو د پړاوونو د مخکې وړو، له علمي څېړنو ملاتړ، په لوړ کيفيت د تدريسي خدمتونو وړاندې کول، د ګټورو تواميتونو پراختيا، د پوهنتونونو د ځوانو استادانو له پاره د تدريس د ميتود لږ تر لږه درې مياشتنيو لنډمهالو پروګرامونو جوړول او دوی ته د تدريس سرټيفيکيټ ورکول او په پای کې پوهنتون د نړيوالو بنسټونو د اعتبار او کيفيت د تضمين د سند اخيستو ته تيارول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي".

همداراز د لوړو زده کړو وزارت د علمي معينيت سلاکار پوهنوال غلام دستګير خاورين اوس مهال د لوړو زده کړو د بنسټونو دنده د ټولنې د اړتياوو رفع کول وبلل او ياد پوهنتون ته يې د دې بريا مبارکي وويله.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوړو زده کړو ۶ دولتي او ۴ خصوصي بنسټونو د اعتبار او کيفيت د تضمين سندونه له لوړو زده کړو وزارت څخه اخيستي دي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS