د سوېل لوېدیځ زون امارتي پوهنتونونو ۴۹ کادري بستونو لپاره له ۲۸۷ تنو داوطلبانو څخه د نړیوالې ژبې او مسلکي ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه چې په کندهار پوهنتون کې واخیستل شوه، د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم، د دغه پوهنتون او د سوېل لوېدیځ زون د امارتي پوهنتونونو یو شمېر مسؤلینو له لوري د ازموینې بهیر څارل کېده.
د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې او څارنې پر مهال د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان ټولو ګډونوالو ته د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ډاډ ورکړ او همداراز یې زیاته کړه، چي په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو ګمارنې د داوطلبانو د وړتیا او استعداد په اساس ترسره کېږي.