د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د کميسيون غونډه جوړه شوه

د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د کميسيون غونډه د لوړو زده کړو د وزير ډاکټر عباس بصير په مشرۍ جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د دې تر څنګ چې د لوړو زده کړو وزير د هېواد د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه د دې سکتور مهمه برخه وبلل، د تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د قوانينو او مقرراتو پلي کول او د دې بنسټ له لوري علمي فعاليتونه د هېواد د لوړو زده کړو د پراختيا او پياوړتيا په برخه کې اساسي عنصر ياد کړ.
وروسته د غونډې غړو چې د لوړو زده کړو رهبري ډله، د مرکز د څلورو پوهنتونونو رييسان، د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د ټولنې رييس او د لوړو زده کړو سلاکاران وو، له اجندا سره سم يې پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې او اړينې پرېکړې وشوې.