د تړون د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د پروژې سرلیک: د وزارت مرکزي شعبو د ایرکنډېشن (۳۲۴) قلمه پروژو ترتیب او تدارک
د داوطلبۍ شمېره MOHE/GOV-0/1400/NCB/G-046/Re-Bid:
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د وزارت مرکزي شعبو د ایرکنډېشن (۳۲۴) قلمه پروژې د پروسې په ترتیب او تدارک کې، چې د داوطلبۍ شمېره یې MOHE/GOV-0/1400/NCB/G-046/Re-Bid ده ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم وړانډې کړي
شرطپاڼه له لاندې www.npa.gov.af ، www.ageops.net انټرنټي پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه کړئ او د افرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ذ ۱۴۰۰کال، د غبرګولي ۱۷مه، د سهار تر ۱۰بجو ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د افر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال، د غبرګولي په ۱۷مه، د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې، چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري، تر سره کېږي.
د آفر د ضمانت بیه (۳۰،۰۰۰) دېرش زره افغانۍ ده، چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې ورکړل شي.
د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.
د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.
یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸