د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست پلاوي په کندهار پوهنتون کې د کندهار او هرات زونونو لپاره د ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته روزنیز ورکشاپ دایر کړ.

دا روزنیز ورکشاپ چې د کندهار پوهنتون رئیس، دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو په حضور کې پيل شو، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست پلاوي له لوري، چې مشري یې د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد او د تضمین کیفیت بورډ غړي بیت الرحمن رودوال کوله، د یادو زونونو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې معیارونو او بازنګري اړوند معلومات ورکړل شول.
هېره دې نه وي، چې یاد ریاست تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې معیارونو، چوکاټ او ورته نورو برخو کې رونیز ورکشاپونه ترسره کړي دي.