د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ ناسته، د دغه ریاست د سرپرست رییس شاکر الله وحیدي په مشرۍ تر سره شوه

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۲:۴۷
جلسه بورد تضمین کیفیت و اعتبار دهی تحت ریاست شاکر الله وحیدی رئیس تضمین کیفیت و اعتبار دهی وزارت تحصیلات عالی دایر گردید

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۰مه
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ ناسته، د دغه ریاست د سرپرست رییس شاکر الله وحیدي په مشرۍ تر سره شوه. 

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست سرپرست د غزني او کندوز پوهنتونونو د بیا کتنې د پایلو په اړه خبرې وکړې او د یادو پوهنتونونو د مشرتابه، استادانو او کارکوونکو له هڅو یې مننه کړه او هغوی ته یې د دې لويې لاسته راوړنې مبارکي وویله. 
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس شاکرالله واحیدي وویل، چې دغه ریاست د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کیفیت لوړولو  او معیاري کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه د دې مسوولیت لري، چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې معیارونو ته ژمن واوسي، تر څو اړتیاوو ته په کتو ټولنې ته متخصصان او کادرونه وړاندې کړي.
همدارنګه د لوړو زده وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ د غړو په استازیتوب پوهنوال دوکتور امان الله فقیري د یادو پوهنتونونو د هڅو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. 
وروسته د غزني پوهنتون رییس پوهنمل محمود همت  او د کندوز پوهنتون علمي مرستیال او د دغه پوهنتون سرپرست پوهنمل روح الله روئین د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ غړي مسلکي او په کار پوه خلک وبلل او هغوی ته یې د زحمتونو په بدل کې د الله تعالی له دربار څخه د اجر غوښتنه وکړه. 

ناسته د غزني او کندوز پوهنتونونو مشرتابه ته د اعتبار ورکونې د سند په ورکولو سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS