د اندونيزيا هېواد president خصوصي پوهنتون د تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونيزيا هېواد  president پوهنتون په لاندې ډول د لېسانس او ماسټرۍ په کچه په بېلابېلو تحصیلي برخو کې د ۳۰ بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:

ـ ۱۵ بورسونه چې ۵ يې د لېسانس او ۱۰ یې د ماسټرۍ په کچه دي، د پوهنتون فیس وړیا دی او نور لګښت د زدکړیال په غاړه دی.

ـ ۱۵ نور بورسونه چې ۷۵ سلنه تخفيف لري، د یاد پوهنتون یوازې د درس فیس ۷۵٪ وړیا دی او نور لګښتونه لکه شپېځای، خواړه، د تګ راتګ ټکټ، ټرانسپورټ او روغتیایي بیمه د زدکړیال په غاړه دي.

د اړتیا وړ سندونه:

۱. د تحصیلي سندونو( ټرانسکرېپټ او ډیپلوم) اصل چې د نوماند د نمرو سلنه د ماسټرۍ دورې لپاره د ۶۵ سلنې څخه لوړه وي.

۲. د ثانوي دورې د تعلیمي سندونو اصل چې د نوماند د نمرو سلنه د لېسانس دورې لپاره د ۷۰ سلنې څخه لوړه وي.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جولای ۱۵مې نېټې څخه مخکې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ میاشتې د ۲۴مې نېټې سره سمون لري، د لازمو فورمونو د لاسته راوړلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت ۲۱ شمېرې غرفې ته ورشي او په ورته وخت کې د بورس نوماندان کولای شي په https://admission.president.ac.id  ویب پاڼه کې په آنلاین بڼه نوم لیکنه وکړي.

آخرین بورسیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۷:۲۳
Background image

د پاکستان هېواد په(CIIT) پوهنتون کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه په تحصیلي فیس کې له تخفیف سره د تحصیلې بورسونو خبرتیا

د افغانستان ا.ج د بهرنیو چارو وزارت د  6583 شمېرې لیک په ترڅ کې په ۱۰/۰۳/۱۴۰۰ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مني لپاره د ۵۰ سلنه وړیا او په شخصې لګښت په بېلابېلو تحصیلي څانګو کې د لېسانس او ماسټرۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۱:۵۰
Background image

د ماسټرۍ په کچه د اندونیزیا هېواد اسلام ملنګ پوهنتون تحصیلي بورسیو خبرتیا

د اندونیزیا هېواد اسلام ملنګ پوهنتون د ‍‍‍۱۴۰۰ کال لپاره د افغانستان ځوانانو ته په بېلابېلو کچو کې د (۴) تحصیلي بورسیو خبر ورکړی چې دوه یې د ماسټرۍ په کچه دي.

د بورسیې شرایط:

۰ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۹:۵۸
Background image

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هند ویشوا کرما د پونه ښار پوهنتون تحصیلي بورسونو خبرتیا!

په انجنیرۍ څانګو، اداره، ساینس، سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، طراحۍ، ښکلو هنرونو، ژورنالېزم، ټولیزې اړیکې، قانون او نورو برخو کې  د لېسانس او ماسټري په کچه د هند ویشوا کرما د پونه ښار . . .