د افغانستان د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز تر نامه لاندې نوی ریاست د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې جوړ او دوکتور محمد وسیم اقبال یې د سرپرست په توګه ور وپیژندل شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۵:۵
ج

په هغه ناسته کې چې په دې تړاو د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې تر سره شوه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر خان محمد تکل، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهاند وحید الله مومند، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ او د مرکزي ادارو یو شمیر رئیسانو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د اوبو په برخه کې د څیړنو تر سره کول، د اوبو مدیریت او په چاپیریال او اقتصاد د هغوی تأثیرات د هیواد له اساسي اړتیاوو څخه وبلل او ویې ویل: «یو کال یا څه کم او زیات وشو چې د هیواد د اوبو د حوزو د څیړنو په طرحې باندې د علمي کادر غړو سره مو کار کول او په دې تړاو د نظرونو له تدوین وروسته د جمهوري ریاست لوړ مقام ته مو وړاندیز وکړ؛ چې له نیکمرغه ومنل شو او نن ورځ یې دادی کار پیلیږي».

د لوړ زده کړو وزیر وویل: « په هیواد کې د اوبو د سرچینو او د هستوګنیز چاپیریال په اړه د علمي څیړنو ځای خالي دی او افغانستان جدې اړتیا لري تر څو د اوبو په ۵ حوزو کې علمي څیړنې تر سره کړي او دغه څیړنې د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د مدیریت په زمینه کې د نړیوالو معتبرو ژورنالونو له لارې په نشر ورسوي».
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د افغانستان د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز نوی سرپرست دوکتور محمد وسیم اقبال د هیواد له علمي شخصیتونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې هغه د اوبو او هستوګنیز چاپیریال څیړنو په ډګر کې د تجربې لرونکی دی او له دې نه مخکې یې هم په علمي څیړنیزو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار په توګه وظیفه تر سره کوله.

د ناستې په اوږدو کې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر خان محمد تکل هم په دې مناسبت خبرې وکړي او ویې ویل چې د هیواد د اوبو مدیریت په ډګر کې د څیړنو ترسره کول، د اقتصاد، کرنې او حتا د صحت په ډګر کې د پرمختګ او ترقۍ زمینه برابروي.

وروسته په علمي څیړنیزو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار او د افغانستان د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز سرپرست دوکتور محمد وسیم اقبال د جمهوري ریاست له مقامه او لوړو زده کړو وزارت څخه په مننې وړاندې کولو سره وویل، چې نوموړي له هیواد څخه بهر د اوبو د مدیریت په لویو پروژو باندې څیړنه کړې ده او له هغو تجربو څخه په ګټې اخیستنې، په پوره جدیت او ریښتینولۍ سره به خپل هیواد ته کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «په دریو څانګو کې به لکه د هیواد د اوبو او هستوګنیز چاپیریال مدیریت د کیفیت او وړتیاوو په اساس، تولیداتو، څیړنو او د ملي ژورنالونو را منځته کولو او همدارنګه له نړیوالو معتبرو ژورنالونو څخه ددې مقالو نشرولو او په دې برخه کې د متخصصو څيړونکو تشويقولو او ورته زمينه برابرولو برخه کې به کار وکړو".

د ناستې په پای کې د لوړو زده سرپرست وزیر او علمي مرستيال پوهنمل عبد التواب بالاکرزي د جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم په اساس، د ګډون والو په وړاندې محمد وسیم اقبال د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز سرپرست په توګه رسماً معرفي کړ.

ج

د یادونې وړ ده چې ډاکټر محمد وسیم اقبال د نوې دندې ترڅنګ به، په علمي څیړنیزو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار په توګه خپله دنده مخته وړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS