د استاد رباني په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي په اړه د عامه پوهاوي کمپاين پيل شو

د استاد رباني په ښوونه او روزنه پوهنتون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمپاين د عامه پوهاوي په اړه پروګرام جوړ شو.
په دې پروګرام کې د ياد پوهنتون د رهبري ډلې رييسې پوهنوال ليلما شريفي يما، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
په پيل کې د پوهنتون د جندر عمومي مديرې ذکيه عارفي د ښځو د ستونزو په اړه خبرې وکړې، وروسته د دې پوهنتون رييسې پوهنوال ليلما شريفي يما د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د بېلابېلو اړخونو په اړه خبرې وکړې ويې ويل: «په ديني اصولو او بشري قوانينو کې د ښځو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتريخوالی نشته.» نوموړې له کورنيو وغوښتل د نجونو او هلکانو تر منځ هېڅ ډول توپير ونکړي، پرېږدئ چې د خپل هېواد په غوړېدو کې فعاله ونډه ولري. همداراز د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند جمشېد رشيدي وويل، ښه دا ده چې د کورنيو پر وړاندې نه تاوتريخوالي له خپلو کورنيو پيل کړو او په دې برخه کې يې د استادانو او ديني عالمانو رول مهم وباله. ورپسې د پوهنتون اداري مرستيال پوهندوی عبدالخالق حيدري په اسلام کې د ښځو د حقونو د مقام، د ارواپوهنې رييسې زهری وليد رحماني په ټولنه کې د ارواپوهنې له مخې د ښځې حقوق او شخصیت، د اسلامي تعليماتو پوهنځي رييس پوهنيار سيد هاشم امين په اسلام کې د ښځو حقوق او استاد فرهمند ښځه د اسلام له نظره په اړه خبرې وکړې. ياد پروګرام د دې پوهنتون د فرهنګي کمېټې د مسوولې پوهندوی دينا محسني له لوري د ښځې په اړه د يوه شعر په ويلو سره پای ته ورسېد.