د لوړو زده کړو یو شمېر هغه خصوصي مؤسسې،
خبرتیا!
د لوړو زده کړو یو شمېر هغه خصوصي مؤسسې، چې پېرل او پلورل شوې او یا یې مؤسسین مړه شوي دي، اما د هغې لیږد د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د مقرراتو د (31) مادې او اړوندو لوایحو سره سم نه دی ترسره شوی؛ نو یادې مؤسسې دې د دوه کاري میاشتو په موده کې د ځای د بدلون د لایحې مطابق، د خرڅون او د مړ شوي مؤسس څخه د هغه ورثه و ته د فعالیت جواز د صادرولو، اړند اسناد اصولي او قانوني طی مراحل کړي.