د ننګرهار پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
Tue, Jul 05 2022 7:58 AM
etw

Closing Date

د ننګرهار پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د اقتصاد پوهنځی:

 د اداره او منجمنټ ډيپارټمنټ (۲) بست.

د ملي اقتصاد  ډيپارټمنټ (۱) بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۶ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۵ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري